۰

ملا رسول ډلې د جنوب لوېدیځې حوزې لپاره نوی مشر ټاکلی دی

سی شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۱
د طالبانو د جلا شوې ملا رسول ډله وايي، دوی د افغانستان د جنوب لوېدیځې حوزې لپاره ملا ګلالی نېکزاد د نوي مشر په توګه ټاکلی دي.
ملا رسول ډلې د جنوب لوېدیځې حوزې لپاره نوی مشر ټاکلی دی
د طالبانو د جلا شوې ملا رسول ډله وايي، دوی د افغانستان د جنوب لوېدیځې حوزې لپاره ملا ګلالی نېکزاد د نوي مشر په توګه ټاکلی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاده ډله ملا نېکزاد له هغې وروسته په لوېدیځ کې د مشر په توګه ټاکي، چې څو ورځې وړاندې یې د یادې حوزې مشر او مهم قوماندان ملا راز محمد ننګیالۍ د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې له ګڼ شمېر نورو ملګرو او ملکي وګړو سره یو ځای و وژل شو.

د ملا رسول ډلې هم د ملا ننګیال د وژل کېدو د پخلي تر څنګ ویلي، چې د هغه پر ځای یې اوس ملا ګلالی نیکزاد د جنوب لویدیځې حوزې امیر ټاکلی دی.

دغه ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسلامي امارت عالي شورا د نظامي او سیاسي مشرانو او علماء کرامو له طرفه ملا ګلالی نیګزاد د ملا راز محمد ننګیال پر ځاي او د افغانستان د حوزه جنوب غرب مسئول او آمیر وټاکل شو.

په خبرپاڼه کېراغلي، چې ملا ګلالي نیګزاد ته یې ملا عبدالکریم کوچی او ملا کامران لومړی او دوهم نظامي مرستیال ټاکلی دی.

باید و ویل شي، د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا د طالبانو د ملا رسول اخوند ډله ده چې مهم قومندان ملا ننګیال یې څو ورځې وړاندې د هرات په شینډنډ کې له یو شمیر ملکیانو سره ووژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي