ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو کندهار ولایت کې د ۷ ترهګرو چاودنو د تر سره کېدو مخنیوي کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو د کندهار د میوند ولسوالۍ اړوند پر لویه لار ۷ ځایه ماینونه خښ کړي و، چې د ۲۰۵ اتل قول اردو د درېیمې پلې لوا د ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړای شول.
ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو تل ملکي خلکو ته د زیان رسولو هڅه کړې، خو افغان ځواکونو د خپلو خلکو دفاع ته ځانونه سپر کړي او د دښمن هڅې یې شنډې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل