۰
قریشي:

د پاکستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد و نه کارول شي

سی شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۹
د ایران او امریکا تر وروستي کړکېچ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي هېڅ کله به چا ته اجازه ور نه کړي، چې خاوره یې د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
د پاکستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد و نه کارول شي
د ایران او امریکا تر وروستي کړکېچ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي هېڅ کله به چا ته اجازه ور نه کړي، چې خاوره یې د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي ویلي موږ به اجازه ور نه کړ، چې د پاکستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران پر ضد وکارول شي.

د پاکستاني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، دوی نه غواړي، چې په کړکېچونو په ځانګړي ډول د سیمې په کړکېچونو کې ګډون ولري.

د یادونې ده، چې د ایران او امریکا د وروستي کړکېچ دوه ورځې وروسته هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي و، چې پاکستان په دې قضیه کې بې طرفه دی.

د ایران او امریکا تر منځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې امریکا د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې مشر جنرال قاسم سلیماني د عراق د مرکز بغداد هوايي ډګر ته نېږدې په یوه هوایي برید کې و واژه.

تر دې وروسته ایران په عراق کې د امریکا پر دوه پوځي اډو راکټي برید وکړ، چې ایران وایي ګڼو امریکایي سرتېرو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې، خو امریکا وایي، دوی ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي