د پاکستان او هند لومړي وزیران مخامخ خبرې کوي

24 جدی 1398 ساعت 9:56

ټاکل شوې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي مخامخ لیده کاته او خبرې اترې وکړي.


ټاکل شوې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي مخامخ لیده کاته او خبرې اترې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي، خان او مودي به د شانګهای په راتلونکې غونډه کې سره وګوري او خبرې به وکړي.

د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه دا ځل په هند کې جوړيږي چې د پاکستانۍ رسنیو په وینا په دغه غونډه کې به عمران خان او نریندا مودي مخامخ له یو بل سره و ویني.

ویل کېږي چې هند او پاکستان به د اړیکو پر بېلو اړخونو بحثونه او خبرې اترې ولري.

په دې غونډه کې د چین، روسیې، هند او پاکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه ګډون کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124048

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124048/

جمهور
  https://www.jomhornews.com