د ټاکنو د شکایتونو څېړلو ابتدايي بهیر پای ته ورسېده، کابو ۱۰ زره شکایتونه رد شوي

24 جدی 1398 ساعت 11:03

د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وايي، پر ولسمشرۍ ټاکنو د ثبت شویو شکایتونو د څېړلو لومړنۍ پړاو پای ته رسېدلي او ټول شکایتونه څېړل شوي دي.


د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وايي، پر ولسمشرۍ ټاکنو د ثبت شویو شکایتونو د څېړلو لومړنۍ پړاو پای ته رسېدلي او ټول شکایتونه څېړل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې نن سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې په ۳۴ ولایتونو کې پر ولسمشریزه ټاکنو ټولټال ۱۶۵۴۵ شکایتونه ثبت شوي وو.

نوموړي زیاته کړه، چې کمېسیون دغه شکایتونه په دقیق ډول څېړلي، چې له ډلې یې ۹۸۶۶ شکایات د اسنادو او موجه دلایلو نه لرلو له امله رد او باطل شوي دي او ۵۳۱۶ شکایتونو چې په ۲۱ ولایتونو کې دي بیا شمېرنې ته تللي دي.

مېرمن شنواري و ویل، چې د دوی د څېړنو او پرېکړو له مخې ۱۰۹ محلونه باطل شوي، ۱۸ شکایتونو اصلاح ته تللي، ۱۱۱ شکایتونه استثنايي دي، چې مرکز ته به راځي او څېړل کېږي به او ۷۶۹ شکایات استنافي دي، چې په ۱۱ ولایتونو کې دي.

د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون د پرېکړو له مخې د شکایتونو په تړاو ۷۵ تنه نغدي جریمه شوي او دغه راز د کمېسیون ۷۱ کارکوونکي هم له دندو لرې کړی شوي دي.

د ټاکنو شکایتونو کمېسیون مشرې زیاته کړه، چې د شکایتونو د څېړلو لومړنۍ مرحله پای ته رسېدلی او چا چې ابلاغیې تر لاسه کړې او نیوکه لري تر دریو ورځو پورې کولی شي استناف غوښتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پروسې له پای ته رسېدو وروسته کمېسیون ۱۵ ورځې وخت لري، چې دغه استناف غوښتنې او نیوکې وڅېړي او تر هغې وروسته یې په اړه پرېکړه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 124055

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124055/

جمهور
  https://www.jomhornews.com