د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې به کابو ۱۴ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په روان کال کې د ناامنیو او تاوتریخوالي له کبله ۴ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره زیاتوي، چې له بې ځایه شویو کورنیو سره اړتیا ده چې ۳۳ میلیونه ډالر مرستې دغو خلکو ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار هم په تازه څرګندونو کې ویلي افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو بېوزله هېواد دی.
سیګار پر خپله ټوېټر پاڼه په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ او فقر تر ټولو ستر لامل روانې جګړې او نا امنۍ دي.
سرچینه وایي، اوس د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي د ورځې یوازې په یوه ډالر ژوند تېروي او په اوسط ډول هر افغان د خپل کلني عاید اته سلنه برخه په درملنه لګوي.
سیګار زیاته کړې افغانستان د نړیوالو له مرستو سره سره بیا هم د نړۍ تر ټولو بېوزله هېواد دی او د دې اړتیا ده چې له دغه وضعیت و ژغورل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل