سیداکبرآغا:

د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون د لاسلیک وخت ځنډول شوی دی

24 جدی 1398 ساعت 12:21

د سولې له مذاکراتو باخبره او پخوانی طالب چارواکي سید اکبرآغا وايي، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون له دوه در دریو اونیو پورې ځنډول شوی دی.


د سولې له مذاکراتو باخبره او پخوانی طالب چارواکي سید اکبرآغا وايي، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون له دوه در دریو اونیو پورې ځنډول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی زیاتوي، چې د سولې تړون د دغه ځنډ لامل په منځي ختیځ کې وروستي کړکېچونه دي.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبان د سولې تړون لاسلیک ته چمتو دي، خو امریکايان په دې برخه کې زیاته توجه نه کوي.

هغه و ویل«په اوس مهال کې د امریکا زیاته پام ایران ته دی او د سولې تړون لاسلیک ته زیاته بېړه نه لري.»

خو وايي فکر کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک د دوه الی درې نورو اونیو لپاره د ایران او امریکا د کړکېچ له امله ځنډول شوی دی.

دی وایي، تر هغې چې په منځني آسیا کې وروستي کړکېچونه عادلي حالت ته نه وي ګرځېدلي، نو د سولې تړون به د ایران پلوه هېوادونو د استازو د نه ګډون له امله لاسلیک نه شي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه بشپړه شوې او یوازې لاسلیک ته پاتې ده.

شاهین رسنیو ته ویلي، په دې هوکړه کې نوي څه نه دي ځای شوي او دوی به وخت پر وخت له خلکو سره د سولې د هوکړې په اړه معلومات شریکوي او له لاسلیک سره سم به له افغان لوري سره د خبرو لپاره تیاري ونیسي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند دا هم ویلي، چې د ایران او امریکا تر منځ وروستي کړکېچ د سولې پر مذاکراتو اغېز نه دی کړی.

جمهورخبري أژنس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124062

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124062/

جمهور
  https://www.jomhornews.com