۰
شنوونکي:

امریکا د افغانستان د سولې نه بلکې د خپلو لګښتونو کمولو په لټه کې ده

سی شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۱
د چارو ځینې شنوونکي په دې باور دي، چې امریکا په افغانستان کې د تل پاتې او عادله سولې په لټه کې نه، بلکې هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې خپل جنګي لګښتونه راکم کړي.
امریکا د افغانستان د سولې نه بلکې د خپلو لګښتونو کمولو په لټه کې ده
د چارو ځینې شنوونکي په دې باور دي، چې امریکا په افغانستان کې د تل پاتې او عادله سولې په لټه کې نه، بلکې هڅه کوي، چې په دغه هېواد کې خپل جنګي لګښتونه راکم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون د سپنیې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په یوه مرکه کې ویلي، چې ټرمپ به سږ کال (۲۰۲۰) خامخا له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

 خو ټینګار یې کړی، که ټرمپ دغه موافقې ته ونه هم رسېده، نو امریکا به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي.

د اوبراین همدې څرګندونو ته په غبرګون کې ځینې افغان شنوونکي وایي، داسې ښکاري، چې امریکا په افغانستان کې ریښتینې او تل پاتې سوله نه غواړي، بلکې هڅه کوي، چې له طالبانو سره په جوړ جاړي په افغانستان کې خپل لګښتونه راکم کړي.

د سولې له پروسې باخبره او د ولسي جرګې پخواني غړی جعفر مهدوي وايي، جدي اندېښنې دي، چې امریکا په افغانستان کې د تلې پاتې او عادلانه سولې په لټه کې نه ده.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته  وویل، ممکن امریکا له طالبانو سره په جوړجاړي سره یوازې غواړی خپل مالي او ځاني زیانونه او لګښتونه په افغانستان کې راکم کړي.

دی وایي، د هېواد په شمال او جنوب لوېدیځ کې د داعش وروستیو تحرکاتو او فعالیتونو ته په کتو جدي نښي دي، چې ناامنۍ به تر یوه بل نامه لاندې په افغانستان کې دوام ولري.

هغه دا هم ویل، چې د طالبانو جنګي کسان د سولې له پروسې سره موافقت ونه کړي، ځکه د حکمتیار له راتګ سره هم داسې فکر کېده، چې ښايي ناامنۍ ۵۰ سلنه کمې شي، خو د حزب نظامي برخه د سولې پر ځای د طالبانو او داعش سره پیوستون وکړ.

نوموړی ټینګار کوي، چې همدې ته په کتو ښايي د طالبانو سیاسي برخه سولې ته راګرځي، خو جنګي کسان به یې بیا هم تر بل نامه لاندې جګړې ته دوام ورکړي.

د سیاسی چارو یو بل شنونکي رحمت الله بېژن پور بیا دا هم وايي، چې امریکا یوازې په دې لټه کې ده، چې طالبان د خپلو مخالفینو له کړۍ راوباسي.

دی د سولې په برخه کې د امریکا پر نیت شک ښيي وايي، کېدای شي، د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو مسله د امریکا او طالبانو تر منځ له یوې خوا او د حکومت او طالبانو تر منځ له بلې خوا د سولې پروسه بن بست سره مخ کړي.

ډاکتر مهدوي هم دا وايي، چې طالبان له اوربند څخه په دې وېره لري، چې کېدای شي په دوی کې ځینې له بهرنیو هېوادونو سره تړلې کړۍ اوربند نقض کړي او د طالبانو کړې ژمنې تر سوال لاندې راولي او له طالبانو سره د امریکا احتمالي مرستې هم بند شي، نو ځکه اوربند ته زړه نه ښه کوي.

د هغه په باور طالبانو ته یو ناکام اوربند د جنګ تر دوام څو برابره زیان رسوونکی ښکاري او تر وروستي حده پورې به اوربند ته غاړه ورنکړي.

خو په وینا یې دا په داسې حال کې ده، چې حکومت بیا پر اوربند ټینګار لري او دا مساله کېدای شي د سولې پروسه له بن بست سره مخ کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي