د باختر افغان هوايي شرکت بېرته فعالېږي

25 جدی 1398 ساعت 8:45

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بېرته پیلول د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا منظور او بېرته به فعالیت پیل کړي.


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بېرته پیلول د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا منظور او بېرته به فعالیت پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه پرېکړه پرون سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه د ملي تدارکاتو په غونډه کې وشوه.

خبرپاڼه وايي، د ملي تدارکاتو کمېسیون پر ۲۹ تدارکاتي موضوع ګانو د بحث په پایله کې له څلور نیم میلیارډ څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۸ تدارکاتي موضوع ګانې د اریانا افغان هوايي شرکت اړوند، د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بیا پيلولو او پانګونې طرحې د وړاندیز په ګډون منظور شوې.

د یادونې ده، چې د باختر افغان هوايي نیمه دولتي شرکت په ۱۳۴۵ کال کې په افغانستان کې فعال شو او تر ډیره یې داخلي پروازونه تر سره کول، خو په دغه هېواد کې د اوږدو جګړو له امله یې سقوط وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124079

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124079/

جمهور
  https://www.jomhornews.com