د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلونو ملي لوبډلې د نړیوال جام په تمریناتي سیالیو کې د انګلستان د ۱۹ کلونو ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې پرون سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه تر سره شوه، لومړۍ توپ وهنه افغان لوبډلې وکړه او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۵ منډې وکړې.
په توپ وهنه کې تر ډولو ډېرې ۵۴ منډې عبدالرحمن او ۴۳ بیا اسحاق محمد وکړي.
د انګلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شوی کړای او په ۴۸ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې.
د افغان توپ اچونکو له خوا فضل الحق درې، نور احمد او شفیق الله غفوري دوه دوه انګلنډي لوبغاړي وسوځول.
د یادونې ده، چې افغانستان تر دې وړاندې د هند ۱۹ کلونو لوبډلې سره ورته لوبه درلوده، خو په لوی توپیر یې ترې ماتې وخوړه.
باید و ویل شي، چې د ۱۹ نړیوال جام سیالۍ په همدې اونۍ کې پیلیږي چې افغانستان په کې د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره سیالي لري.
جمهورخبري آژانس:کابل