د کونړ ځنګلونه د داعش په عایداتي سرچینه اوښتي دي

25 جدی 1398 ساعت 9:12

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کونړ ولایت ځنګلونه د داعش وسله والو لپاره په یوه عایداتي سرچینې بدله شوې او له خلکو پیسې اخلي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د کونړ ولایت ځنګلونه د داعش وسله والو لپاره په یوه عایداتي سرچینې بدله شوې او له خلکو پیسې اخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کونړ د چارواکو په وینا د لرګیو قاچاق تر ډېره په هغه سیمو کې دی، چې د حکومت له ولکې د باندې دي.

چارواکي وایي، داعش وسله وال په دغه سیمو کې د لرګیو د قاچاقو پر سر له خلکو پیسې اخلي او خپله جګړه پرې مخ ته وړي.

د دې یوه بېلګه وروسته له هغې څرګنده شوه، چې افغان ځواکونو د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې سلګونه جوړې چارتراش چې په قچرو بار و ونیول.

د نورګل ولسوال محمد حنیف خیرخوا هم تاییدوي، چې د لرګیو قاچاق د داعش ډلې په مرسته د حکومت له ولکې وتلې سیمه کې کېده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا لرګي په غرونو کې په هغو ساحو باندې انتقالیږي چې د حکومت له ولکې وتلې او دښمن په کې مسلط دی او ګټه یې اکثره داعش ته رسیږي.

په ورته وخت کې د کونړ والي عبد الستار میرزکوال هم مني چې د داعش ډله د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د ځنګلونو د پرې کولو او قاچاق له لارې پیسې ترلاسه کوي.

نوموړي ویلي«په عملیاتو کې د چلس سیمې ته ورسېدو. په چلس کې چې کوم داعش ګروپونه دي، هغوی (قاچاق کوونکو) ته یې اجازه ورکړې چې لرګي ښکته کړي، او محصول ترې واخلي.»

د کونړ والي ونه ویل چې په دغې سیمې کې د داعش څو ګروپونه او څومره جګړه ماران فعال دي. د کونړ ولایت چارواکي داسې رسمي ارقام نلري چې وښيي د داعش ډله د لرګیو د قاچاق له لارې څومره پېسې ترلاسه کوي.

د کونړ د ولایتي شورا غړي هم تاییدوي، چې د کونړ په ځينو ساحو کې د ځنګلونو د پرې کېدو ګټه د حکومت مخالفو وسله والو ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 


د مطلب کود: 124083

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124083/

جمهور
  https://www.jomhornews.com