نړیوال بانک د افغان حکومت د اقتصادي او انکشافي برنامو ملاتړ وکړ

25 جدی 1398 ساعت 9:23

ولسمشر غني د سویلي اسیا په چارو کې د نړیوال بانګ مرستیالې هارتویګ شیفر او ورسره پلاوي سره کتنه کې د مرستو او له افغانستان څخه د یاد بانک د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.


ولسمشر غني د سویلي اسیا په چارو کې د نړیوال بانګ مرستیالې هارتویګ شیفر او ورسره پلاوي سره کتنه کې د مرستو او له افغانستان څخه د یاد بانک د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کتنه پرون سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه ارګ کې شوې او په افغانستان کې د نړیوال بانګ رییس هم په کې شتون درلود.

ارګ ماڼې وايي، ولسشمر د افغان حکومت ملي برنامې په ځانګړي ډول د پوهنې، کانونو، ګمرکونو او عوایدو زیاتولو او د افغانستان د اقتصادي لرلید په برخو کې انکشافي برنامې تشریح کړې.

ښاغلي غني د افغان حکومت د اصلاحاتو پر بستې هم خبرې وکړې وې ویل، د اصلاحاتو منطق د حکومتي بنسټونو د غوره خدمتونو وړاندې کول او د موثریت او ظرفیت لوړول دي.

هغه زیاته کړې، چې د اصلاحاتو راوستو لپاره جدي تعهد لرو او له اصلاحاتو څخه زموږ موخه د موثرو، یو برابر او د ټکنالوژۍ پر مبنا د خدمتونو وړاندې کول دي.

نوموړي پر تجدید وړ انرژۍ پانګونې، د اوبو بندونو پر جوړولو او مدیریت، د بې وزلۍ راکمولو پر مبازرې، د کرنیزو محصولاتو پر زیاتولو او د کرنیز پیداوار ځنځيري ارزښت ته پر پاملرنې ټینګار وکړ.

ولسمشر د دې په بیانولو سره چې د لومړي ځل لپاره زموږ صادرات تر یو میلیارد ډالرو زیات شوي وویل، موږ به د افغانستان د برېښنا پر پروژو زیاته پانګونه وکړو.

ښاغلي غني د سیمه ییز اتصال پر ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل، د افغان حکومت لپاره سیمه ییز اتصال او په سیمه کې اقتصادي او ترانزیټي هڅې مهمې دي.

په دغه کتنه کې د سویلي اسیا په چارو کې د نړیوال بانک مرستیال یو ځل بیا د جمهوررئیس او افغان حکومت له اقتصادي او انکشافي برنامو څخه د نړیوال بانک ملاتړ څرګند کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 124084

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124084/

جمهور
  https://www.jomhornews.com