د افغانستان د ترانسپورټ سرپرست وزیر یما یاري هم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده او په کور کېناست.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یما یاري د خپلې استعفا خبر پر خپله فسبوک پاڼه ورکړی لیکلي یې دي، چې د خپلو شخصي ستونزو او عذر له مخې نه شي کولی نوره دنده مخته یوسي او له همدې کبله یې ولسمشر ته استعفا وړاندې کړې ده.
د یادونې ده، چې یاري تر دې وړاندې د ټولګټو وزیر و خو دغه وزارت څه موده وړاندې د ولسمشر د حکم له مخې له ترانسپورټ وزارت سره مدغم شو او ولسمشر یې ښاغلي یاري ته د سرپرستۍ چارې وسپارلې.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د بریښنا وزارت سرپرست محمد ګل خلمي هم د شخصي ستونزو او ناروغۍ له کبله استعفا ورکړې وه، چې ولسمشر منظوره کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل