۰

لویې څارنوالۍ د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر ممنوع الخروج اعلان کړی

چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
د افغانستان لویې څارنوالۍ د ولسمشر د یوه حکم پر اساس د هېواد د ښار جوړونې او ځمکو سرپرست وزیر جواد پیکار ممنوع الخروج اعلان کړی دی.
لویې څارنوالۍ د ښارجوړولو او ځمکو سرپرست وزیر ممنوع الخروج اعلان کړی
د افغانستان لویې څارنوالۍ د ولسمشر د یوه حکم پر اساس د هېواد د ښار جوړونې او ځمکو سرپرست وزیر جواد پیکار ممنوع الخروج اعلان کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په هغه حکم کې، چې د ولسمشر له خواد د لویې څارنوالۍ د اداري فساد سره د مبارزې مرستیالۍ ته لېږل شوی دغه وزیر د صلاحیت څخه د ناوړه ګټې اخیستې او ترکیه کې د جایدادنونو د اخیستو له امله ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

په دغه حکم کې ویل شوي، د ښارجوړونې او ځمکو محترم وزیر جواد پیکار له خپل صلاحیت څخه په استفادې د دغه وزارت په ځینو بستونو کې خپل کسان یا ورثه د سرپرستانو په توګه ټاکلي، چې دغه کار د ولسمشرۍ د عالي مقام له فرمان سره ښکار په ټکې دي او باید په اړه یې پلټنې وشي.

دغه راز د حکم په یوه بله برخه کې راغلي، چې جواد پیکار په ترکیه کې ځینې جایدادونه اخیستي، چې د چارو ادارې په همکارۍ باید دا وڅېړل شي، چې دغه جایدادونه له کومې سرچینې او څه وخت اخستل شوي دي.

په یاد حکم کې ویل شوي، چې د دغه موضوع تر څېړلو او روښانه کېدو پورې د ښار جوړونې او ځمکو سرپرست وزیر له هېواد څخه ممنوع الخروج دی او له ملي امنیت څخه هیله ده، چې په دې برخه کې له لوی څارنوالۍ سره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي