د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار:

د افغان سولې کنټرول د دښمن په لاس کې نه دی

25 جدی 1398 ساعت 14:47

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، د افغانستان د خلکو دښمنانان نه یوازې سولې ته ریښتینې او جدي نه دي، بلکې د سولې کنټرول هم د هغوی لاس کې نه دی.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وایي، د افغانستان د خلکو دښمنانان نه یوازې سولې ته ریښتینې او جدي نه دي، بلکې د سولې کنټرول هم د هغوی لاس کې نه دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب چې نن چهارشنبې د مرغومي ۲۵ مه د هند پلازمېنه ډیلي کې د رایزانا کنفرانس کې وینا کوله و ویل، چې د افغانستان د خلکو جدي غوښتنه د تل پاتې سولې او ثبات راتګ دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره اوربند اړین دی او دا د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده، چې ورسره د سولې پروسه هم ګړندۍ کېدای شي.

خو په وینا یې ښکاري، چې زموږ دښمن نه یوازې د سولې په برخه کې جدي نه دی، بلکې دا موضوع هم د هغوی په کنټرول کې نه ده، چې د سولې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړای شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار زیاته کړه، چې د سولې لپاره د حکومت هڅې دوام لري او موږ باید د ګاونډیانو او نړیوالو شریکانو په ګډو هڅو باید یوې تل پاتې سولې ته ورسېږو.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 124109

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com