۰

میدودوف، پوتین ته خبله استعفا وړاندې کړې ده

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۱
راپورونه وایي، د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میدودوف خپله استعفا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته وړاندې کړه.
میدودوف، پوتین ته خبله استعفا وړاندې کړې ده
راپورونه وایي، د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میدودوف خپله استعفا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته وړاندې کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه استعفا د وړاندې کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم خو دا په داسې حال کې ده چې پوتین نن د حکومت په کچه د سترو اصلاحاتو خبر ورکړی وو.

د روسیې ولسمشر پوتین له پارلمان دا غوښتنه هم کړې، چې، اساسي قانون کې تغیر راولي او ریاستي نظام په پارلماني بدل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي