ولسمشر غني د کاناډا له لومړي وزیر سره تلېفوني خبرې وکړې

26 جدی 1398 ساعت 9:27

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د کاناډا لومړي وزیر جستن تروډو په ایران کې د اوکرایني الوتکې د لوېدو پېښې په اړه تلېفوني خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د کاناډا لومړي وزیر جستن تروډو په ایران کې د اوکرایني الوتکې د لوېدو پېښې په اړه تلېفوني خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خبره شوې خبرپاڼه وایي، دغه تلېفوني خبرې پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۵ مه ماښام شوې دي.

خبرپاڼه وايي، د کاناډا لومړي وزیر ولسمشر ته د افغانستان خلکو او په ایران کې د اوکراینۍ الوتکې د لوېدو پېښې د قربانیانو کورنیو ته خپل تسلیت څرګند کړ او وې ویل، دا یوه ټکان ورکوونکې پېښه وه چې زموږ د خلکو د تاثر او زیات خپګان لامل شوه.

نوموړي ویلي، په دې فرصت کې موږ ټول باید په راتلونکو ګامونو تمرکز وکړو، یو مثبت ګام دا و چې ایران د دغې پېښې مسوولیت ومانه، خو د نورو ګامونو اخیستلواړتیاده.

تروډو ټینګار کړی، چې بین المللي ټولنه د اعتبار وړ تحقیقاتو د پرمختګ راتلونکو اقداماتو ته منتظره ده، ترڅو روښانه شي چې ستونزه چېرې وه.

هغه ویلي، د دې ترڅنګ چې ایران د دغې پېښې مسوولیت ومانه، باید په شفاف ډول بین المللي تحقیقاتو ته د زمینې برابرولو اقدام هم وکړي او سمه لاره اختیار کړي.

نوموړي څرګنده کړې ټاکل شوې لومړۍ کارۍ ډله سبا په لندن کې د دغې پېښې د پېښېدو د څرنګوالي په خاطر د لا زیاتې همغږۍ لپاره غونډه وکړي. موږ هڅه کوو چې د قربانیانو لپاره عدالت تامین او د دغې پېښې حقایق ښکاره شي.

د کاناډا لومړي وزیر وویل، که لازمه وي چې د الوتنو د لازیات مصئونیت په خاطر بین المللي ټولنه د هوایي چلند حاکم اصول او قواعد بیا وویني، تر څو د دې ډول پېښو مخنیوی وشي.

نوموړي ښاغلي غني ته په خطاب کې  ویلي، کاناډا د افغان سولې او ثبات او په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو ته متعهده ده او د افغان حکومت سره به ګډه هڅه وکړي.

 په ورته وخت کې غني د کاناډا دولت، خلکو او د کاناډايي قربانیانو کورنیو ته د خپل تسلیت مراتب څرګند او د دغه هیواد د لومړي وزیر د رهبرۍ، مدیریت او د غمشریکۍ مننه یې وکړه.

ښاغلي غني زیاته کړې، افغانستان ستاسې په غم کې شریک دی او زموږ دولت او خلک پردغې پېښې او د ۱۳ تنه افغانانو پر شهادت سخت غمجن دي.

د هغه په وینا د دې لپاره چې د دغې پېښې حقیقت معلوم شي بین المللي ټولنه باید خپل موثر رول ولوبوي او د قربانیانو حقوق دې تامین شي.

ولسمشر ویلي«موږ هم د کاري ډلې یوه برخه یوو او ټینګار مو دا دې چې ایران په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي، ځکه زموږ هیوادوال د وضاحت غوښتونکي دي.»

افغان ولسمشر د تحقیقاتو پروسه کې پر شفافیت د ټینګار پر مهال زیاته کړې، چې د کاري ډلې د دریځ ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه، ایران باید د قربانیانو د کورنیو غوښتنې په پام کې ونیسي.
ښاغلي غني ویلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست به کاناډایي پلاوي سره په همغږۍ پر مطرح شویو مواردو له نږدې کار وکړي. هغه زیاته کړه، موږ په سیمه کې د شخړو کمولو غښتونکي یوو او د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د کاناډا رول ارزښتناک دی.

خبرپاڼه وایي، ولسمشر د دغو ټلیفوني خبرو په پای کې د دې په بیانولو سره چې افغان حکومت له ایران سره د امریکا متحدو ایالتونو په وروستیو تاوتریخوالو کې واضح دریځ درلود وویل: هیله مند یو د کاناډا په ملاتړ د سیمې هڅې د سیمې د ثبات او د دولت له دولت سره د اړیکو پراختیا لپاره ګټورې واقع شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 124131

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124131/

جمهور
  https://www.jomhornews.com