سوپکو: تر سولې وروسته وضعیت لپاره هېڅ ډول پلان نشته

26 جدی 1398 ساعت 10:04

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د ځانګړې ادارې مشر جان سوپکو وايي، د افغانستان د سولې لپاره هڅې روانې دي، خو تر سولې وروسته وضعیت لپاره هېڅ پلان او ستراتيژي نشته ده.


د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د ځانګړې ادارې مشر جان سوپکو وايي، د افغانستان د سولې لپاره هڅې روانې دي، خو تر سولې وروسته وضعیت لپاره هېڅ پلان او ستراتيژي نشته ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي تازه په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، که د سولې مسئله یو اړخیزه کېږي، نو د بیا رغونې، سرتېرو د روزنې، امنیت د تامین، بېړنیو حالاتو او ورته نورو مواردو په اړه هېڅ راز تګلاره او پلان نه دی موجود.

هغه دا مسئله د اندېښنې وړ بللې ده او په خبره یې امریکایي حکومت باید په دې اړه محتاط وي.

سوپکو داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د امریکا ټول تمرکز د سولې له پروسې سره د طالبانو پر یو ځای کولو او دغه راز له افغانستان د خپلو سرتېرو پر ایستلو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124134

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124134/

جمهور
  https://www.jomhornews.com