سکاټ مېلر: افغان ځواکونه باید لا تجهیز او تمویل شي

26 جدی 1398 ساعت 10:38

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، افغان ځواکونه باید لا تجهیز او تمول او دغه راز طالبان باید وځپل شي.


په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي، افغان ځواکونه باید لا تجهیز او تمول او دغه راز طالبان باید وځپل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر دغه څرګندونې هرات ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د هرات ولایت عبدالقیوم رحیمي سره لیدنه کې کړې دي.

نوموړي په هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو عملیات بریالي بللي او ټینګار یې کړی، چې طالبان باید نور هم وځپل شي.

هغه ویلي، د طالبانو د ځپلو لپاره باید افغان ځواکونه لا تجهزیر او تمول شي او دغه راز د طالبانو پر ضد د عملیاتو پراخولو لپاره نوی پلان جوړ شي.

په ورته وخت کې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم له بهرنیو ځواکونو غوښتي، چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ زیات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124137

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/124137/

جمهور
  http://jomhornews.com