ناپېژانده وسله والو فاریاب کې یو قاضي وژلی دی

26 جدی 1398 ساعت 13:10

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ناپېژانده وسله والو کسانو د فاریاب ولایت د استیناف محکمې یو قاضي په ډزو وژلی دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې ناپېژانده وسله والو کسانو د فاریاب ولایت د استیناف محکمې یو قاضي په ډزو وژلی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، دغه پېښه نن پنشنبې د مرغومي ۲۶ مه سهار وختي په فاریاب ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د امنیه قومانداني ویاند کریم یورش ویلي، د استېناف د محکمې د جزا د دیوان قاضي غلام فاروق سهار د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته روان و چې ناپېژانده وسله ‌والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

تر اوسه چا د دغه وژنې مسوولیت نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 


د مطلب کود: 124141

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124141/

جمهور
  https://www.jomhornews.com