روسیه:

د سولې هوکړه باید د ټولو افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره کړي

28 جدی 1398 ساعت 8:08

د روسیې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سرګي لاوروف وایي، په افغانستان کې د سولې یوه داسې هوکړه پکاره ده، چې وروسته د ټولو افغانانو تر منځ د خبرو پیل ته زمینه برابره کړي.


د روسیې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سرګي لاوروف وایي، په افغانستان کې د سولې یوه داسې هوکړه پکاره ده، چې وروسته د ټولو افغانانو تر منځ د خبرو پیل ته زمینه برابره کړي.

د جمهور آزانس د خبر له مخې لاوروف چې پرون جمعه د جنورۍ ۱۷ مه مسکو کې یوې خبري ناستې ته خبرې کوې دوی، له طالبانو سره اړیکه لري او هڅه کوي، چې په افغانستان کې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي.

هغه په ټینګار سره و ویل، طالبان هڅوي چې موافقه وکړي او خپل اوسنی موقف په افغانستان کې له نورو سیاسي قوتونو سره مخامخ خبرو او ډیالوګ ته بدل کړي.

نوموړي په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د خپلو ډیپلوماتیکو هڅو او د افغانستان پر حالاتو د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ پر اغېزو معلومات ورکړل.

هغه زیاته کړه«امریکا په افغانستان کې عسکر لري او مذاکرې کوي، البته، موږ ددې ملاتړ کوو.»

لاروف وویل بالاخره، په عملي ډول که ورته وکتل شي، لیدلای شو چې امریکا اوس په افغانستان کې له مهمو اړخونو ده او د یوه لوی ائتلاف مشري کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان په سوله کې د ایران د رول اهمیت ته هم اشاره کړې وایي، د امریکا او ایران تر منځ کړکېچ باید کم شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124159

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124159/

جمهور
  https://www.jomhornews.com