ملګري ملتونه:د افغان سولې بهیر نړیوال ملاتړ غواړي

28 جدی 1398 ساعت 9:06

امریکا، اروپا، جرمني او په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان استازو په متحده عربي اماراتو کې له زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.


امریکا، اروپا، جرمني او په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان استازو په متحده عربي اماراتو کې له زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرمنی استازی مارکس پوتزل وایي، ټولې خواوې په دې ناسته کې د تاوتریخوالي پر کمولو متفقې وې.

نوموړی زیاتوي، چې په دې ناسته کې ټولو لورو له خلیلزاد سره په خبرو کې د سولې له خبرو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ډاډ ورکړی.

په ورته وخت کې یوناما وايي، په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په دوبۍ کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي.

د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو د سولې له خبرو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په تړاو خبرې کړې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوه ورځو راهیسې یو ځل بیا په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د هوکړې په لاسلیک خبرې پیل شوې دي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي، چې خبرو کې پرمختګ شوی او دا خبرې به څو ورځې نور هم دوام ورکړي.

بل خوا ویل کېږي، چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو موضوع تایید او لاسلیک کړې او امریکایي لوري ته یې سپارلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124165

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com