۰

افغان ۱۹ کلونو کرکټ لوبډلې سویلي افریقا ته ماته ورکړه

شنبی ۲۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۷
د ۱۹ کلونو کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له سویلي افریقا سره وکړه او په لوی توپیر یې ترې وګټله.
افغان ۱۹ کلونو کرکټ لوبډلې سویلي افریقا ته ماته ورکړه
د ۱۹ کلونو کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له سویلي افریقا سره وکړه او په لوی توپیر یې ترې وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبې پرون جمعه د مرغومي ۲۷ مه په جنوبي افریقا پیل شوې، چې لومړی لوبه یې د افغانستان او کوربه هېواد تر منځ وشوه.

د سویلي افریقا په کیمبرلي لوبغاړي کې د دغه لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغان لوبډلې ته ۱۳۰ هدف وټاکه.

د افغان توپ اچوونکو له لوري شفیق الله غفاري شپږ، نور احمد او فضل الحق دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې افغان توپ وهونکو د لوبې په ۲۵ اور کې ورکړل شوی هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او لوبه یې له سویلي افریقا څخه وګټله.

په افغان توپ وهونکو کې ابراهیم ځدراڼ ۵۲ او عمران میر ۵۷ منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شفیق الله غفاري ته ورکړل شوه.

د یادونې ده، چې افغانستان په دغه لوبو او په خپل ګروپ کې له کاناډ او متحده عربي اماراتو سره هم لوبې لري، چې د جنورۍ په ۲۲ مه به تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي