شنوونکي:

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د افغانانو په زیان دی

28 جدی 1398 ساعت 10:28

په داسې حال کې، چې ویل کېږي امریکا او طالب استازو خپلو کې د تاوتریخوالي کمولو هوکړې ته رسېدلي شنوونکي وایي، دغه تړون د افغانانو په ګټه نه دی.


په داسې حال کې، چې ویل کېږي امریکا او طالب استازو خپلو کې د تاوتریخوالي کمولو هوکړې ته رسېدلي شنوونکي وایي، دغه تړون د افغانانو په ګټه نه دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سیاسي چارواکو ځینې شنوونکي وایي، د افغان حکومت په نشتوالي کې د دغه تړون لاسلیک به د امریکا یوه لویه تېروتنه وي.

د سیاسي چارواکو شنوونکي زیاتوي که تړون په همدې شکل چې افغان حکومت په کې نه وي او دوی د تاوتریخوالي په کمولو، نه اوربند، موافقه کړې وي، نو دا کار به نه یوازې د سولې بین الاافغاني خبرو ته لار نه پرانیزي، بلکې تاوتریخوالی به نور هم زیات شي، چې زیان به یې یوازې افغانان ویني.

د سیاسي چارو کارپوه اکبرحان فولاد نن شنبې د مرغومي ۲۸ مه جمهور خبري آژانس ته وویل فکر کوي، امریکا په دې کار سره یوه لویه تېروتنه وکړه او طالبانو ته یې کاذب شهرت ورکړ.

نوموړي و ویل، چې د تاوتریخوالي کمول او د سولې تړون لاسلیک دوه سره په ټکر کې کلیمې دي، چې مانا نه لري.

هغه و ویل« دا دې د دې مانا ورکوي، چې که د جګړې په ډګر کې مې توان درلود وژنم دې او که مې نه درلود نه دې وژنم، چې په داسې یوه حال کې به زیان یوازې افغانان ویني.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه څه د طالبانو په ګټه هم نه دي، ځکه په دې صورت کې د هغوی پر وړاندې هم د افغانستان د خلکو نفرت او کرکه لا زیاتېږي او عامه ذهنیتونه افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره نه چمتو کېږي.

اکبرجان فولاد ټينګار وکړ، چې په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات او دغه راز د بین الاافغاني مذاکراتو د پيل لپاره اوربند اړی دی او له دې پرته د تاوتریخوالي کمول کومه مانا نه لري او نه هم سولې ته رسېدای شو.

خو پخواني طالب چارواکي بیا وایي، چې د سولې تړون له لاسلیک سره همهاله د تاوتریخوالي کمول خپله عمومي اوربند ته زمینه برابروي.

پخواني طالب چارواکي مولوي عبدالشکور مطمین جمهور خبري آژانس ته وویل، چې د طالبانو سیاسي استازو د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د خپل امیر لاسلیک تر لاسه کړی او هغه یې زلمي خلیلزاد ته سپارلی دی.

د هغه په وینا د طالبانو اصلي لوری امریکا ده او کله چې د دوی تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي، نو عمومي اوربند ته لار برابرېږي او بین الاافغاني مذاکرات به هم پیل شي.

خو افغان حکومت ټینګار کړی، چې د تاوتریخوالي کمولو کومه مانا نه لري او نه هم ورته د منلو دی، بلکې د سولې د خبرو لپاره اوربند د دوی اساسي شرط دی.

اما مولوي مطمین وایي، که د امریکا او طالبانو تړون وشي، افغان حکومت به د امریکا د فشارونو له امله دې ته اړ شي، چې تر خپلې غوښتنې تېر او بین الاافغاني خبرو ته تن ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي په قطر کې له دوه ورځو راهیسې د امریکا او طالب استازو تر منځ د سولې تړون پر لاسلیک یو ځل بیا خبرې پیل شوې او دواړو لورو د تاوتریخوالي په کمولو موافقه کړې ده.

جمهورخبري اژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 124169

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124169/

جمهور
  https://www.jomhornews.com