شاهین:

یوازې د بهرنیو نه بلکې د داخلي ځواکونو پر وړاندې هم عملیات کمو

28 جدی 1398 ساعت 13:31

پاکستاني رسنیو د طالب ویاند سهیل شاهین له قوله ویلي د سولې تړون د لاسلیک په صورت کې نه یوازې د بهرنیو بلکې د داخلي ځواکونو پر وړاندې به هم د طالبانو نظامي عملیات کم شي.


پاکستاني رسنیو د طالب ویاند سهیل شاهین له قوله ویلي د سولې تړون د لاسلیک په صورت کې نه یوازې د بهرنیو بلکې د داخلي ځواکونو پر وړاندې به هم د طالبانو نظامي عملیات کم شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره مرکه کې زیاته کړې، چې له خلیلزاد سره وروستۍ خبرې مثبتې وې او د روانې جنورۍ میاشتې تر پایه د سولې تړون د لاسلیک امکانات زیات دي.

نوموړي دغه ورځپاڼې ته ویلي طالب مشرانو له زلمي خلیلزاد سره د تېرې ورځې راهیسې په لیدنو کې د هوکړې د لاسلیک په شپو ورځو کې د بریدونو نه کولو موافقه کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې د اوربند هېڅ هوکړه نه ده شوې یوازې به طالب وسله وال خپل نظامي عملیات کموي.

شاهین دغه ورځپاڼې ته ویلي« دا عملیات به یوازې په بهرنیو ځواکونو نه کمېږي بلکې موږ د ټولو ځواکونو پر وړاندې چې داخلي هم په کې شامل دي خپل نظامي عملیات راکموو.»

نوموړی وايي، کله چې هوکړه لاسلیک شوه، ورسره سم به د هوکړې په نورو مادو هم عمل پیل شي او د اشرف غني په مشرۍ د حکومت له ټولو لوریو سره به کورني مذاکرات هم پیل شي.

شاهین زیاته کړې. له خلیلزاد سره یې مذاکرات د جمعې په ورځ رخصت وو، خو نن شنبه بیا دغه مذاکرات د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ پیل شوي دي.

نوموړی وايي، په دې مذاکراتو کې په بل هیڅ شي بحث نه کېږي بلکې د روانې جنورۍ میاشتې تر اخرو ورځو پورې په یوه نیټه اتفاق کېږي چې کله هوکړه لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124178

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124178/

جمهور
  https://www.jomhornews.com