جرمني د سولې د بین الافغاني غونډې لپاره تیاری نیسي

29 جدی 1398 ساعت 9:29

وروسته له هغې چې ویل کېږي امریکا او طالبانو د سولې تړون لاسلیک ته نېږدې شوي راپورونه وایي، جرمنې د سولې د بین الاافغاني خبرو او غونډې لپاره په چمتوالي بوخت دی.


وروسته له هغې چې ویل کېږي امریکا او طالبانو د سولې تړون لاسلیک ته نېږدې شوي راپورونه وایي، جرمنې د سولې د بین الاافغاني خبرو او غونډې لپاره په چمتوالي بوخت دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، جرمني د برلین بین الافغاني ناسته د امریکا په مرسته جوړوي او د دغه هېواد برګ هاف بنسټ پکې تسهیلاتي رول لري.

دې موسسې د دوحې تر بين الافغاني ناستې مخکې د سولې عالي شورا په دفتر کې د یادې ناستې ګډون کوونکو ته روزنه ورکړې وه.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل هم په کابل کې له یو شمېر افغان سیاستوالو او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي او په دې ناستو کې یې په افغان سوله کې د جرمني پر رول خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124192

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124192/

جمهور
  https://www.jomhornews.com