د قطر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړې دي

29 جدی 1398 ساعت 10:41

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي قطر ته تللی او هلته یې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره کتلي دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي قطر ته تللی او هلته یې له خپل قطري سیال محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې قریشي او محمد بن عبدالرحمن په دغه کتنه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د روانو مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړې، چې د اسلام آباد په همکارۍ او د سولې خبرو پر بنسټ به د افغانستان کړکېچ پای ته ورسېږي.

نوموړي ټینګارکړی، چې هېواد یې د افغان سولې په روان بهیر کې بشپړه همکاري کوي او داسې ښکاري، چې د افغانستان کړکېچ پای ته رسېدونکی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر وېبپاڼه اعلامیه وايي، په دغه کتنه کې دواړو لورو د همکارۍ په دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې پر پرمختګ او پر نورو مهمو مسلو خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تېرې جمعې پر ورځ په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال مایک پومپیو او ځینو نورو امریکايي چارواکو سره هم د افغان سولې په برخه کې د پاکستان د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 124194

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124194/

جمهور
  https://www.jomhornews.com