لوګر کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو یوه خطرناکه ډله نیول شوې

29 جدی 1398 ساعت 10:49

ملي دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د یوې خطرناکې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د یوې خطرناکې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د مرغومي ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د قاچاق وړونکو دغه ډله تېره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې نیول شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، کمانډو ځواکونو تېره شپه څرخ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات وکړل، چې پر مهال یې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو یوه خطرناکه ډله له زیات اندازې نشه يي توکو سره ونیوله.

خبرپاڼه وايي، دغه قاچاق وړونکو غوښتل نشه يي توکي پاکستان ته ولېږدوي، چې د کمانډو ځواکونو له خوا ونیول شول.

دفاع وزارت د نیول شویو قاچاق وړونکو د شمېر او نشه يي توکو د کچې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124195

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com