فاریاب کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي

29 جدی 1398 ساعت 11:14

سیمه ییز او د پوځ چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د یوې کورنۍ څلور تنه غړي د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.


سیمه ییز او د پوځ چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د یوې کورنۍ څلور تنه غړي د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه (د مرغومي ۲۸ مه) د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وايي، ناپېژانده وسله وال د محمد یونس په نوم د یوه کس کور ته ننوتي، څلور تنه یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې وژل شویو او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند زیاتوي، چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې خو تر اوسه یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

په ورته وخت کې شاهین قول اردو بیا په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې دغه کسان د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.

په خبرپاه کې ویل شوي، طالبانو تېره شپه د اندخوی ولسوالۍ په خانقا سیمه کې د ماښام په اوو بجو د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کور شپږ غړي وژلي او یوه ښه او یو ماشوم یې ټپیان کړي دي.

وسله والو طالبانو ترا وسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم چا د دغه وژنې مسوولیت اخیستی.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 
 


د مطلب کود: 124197

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124197/

جمهور
  https://www.jomhornews.com