د ولسمشر دوهم مرستیال:

د امارتي نظام سره توافق سوله نه بلکې د جګړې زیاتوالی دی

29 جدی 1398 ساعت 13:55

د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، پر اماراتي او یا بر هل ډول نظام چې له هغې د استبداد غږ پورته شي سوله نه بلکې د جګړې د زیاتوالي بل نوم دی.


د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، پر اماراتي او یا بر هل ډول نظام چې له هغې د استبداد غږ پورته شي سوله نه بلکې د جګړې د زیاتوالي بل نوم دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن یکشنبې د مرغومي ۲۹ مه کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې د سولې په اړه و ویل، چې د تاوتریخوالي کمولو او یا دې ته ورته بله ګونګه او مبهمه طرحه د سولې له پروسې یو ډول تېښته د افغانستان خلکو او نړیوالو ته دوکه ورکول دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه، کېدای شي، دغه ډول طرحه چې د طالبانو او یا د هغوی د ملاتړ له خوا امریکا ته وړاندې کېږي، ښايي امریکا هم ورسره هوکړه وکړي، خو دا د افغانستان خلکو ته چې د قضیې اصلي لوری دی، هېڅ ستونزه نه شي حل کولی.

هغه د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکراتو کې پرمختګونو ته په اشارې و ویل«موږ پرلته له شکه د دولت او ملت په توګه د سولې له ټنګښت ملاتړ او هرکلی کو، ځکه د امنیت ټنګښت، تل پاتې سوله او د سوزونکې جګړې پای ته رسېدل د افغانستان د خلکو د کلونو غوښتنه ده.»

خو ټینګار یې وکړ، تر چې د افغان حکومت په محوریت بین الاافغاني خبرې پیل او اوربند اعلان شوی نه وي، هېڅ ډول باور به د دواړو لورو منځ کې رانشي او نه هم راتلونکي ته امیدواري وي.

د ولسمشر دوهم مرستیال وايي، تر اوسه چې د سولې په تړاو کومې خبرې شوې او پرمختګونه په کې شوي، هم حکومت، هم د افغانستان خلکو، مدني ټولنه، سیاسي ګوندونه او قومي ډلې په حاشیه کې ترې ساتل شوې دي او په داسې یوه حالت کې د سولې ټنګښت امکان نه لري.

دی وایي، د افغانستان خلکو ته هغه تل پاتې سوله د منلو ده، چې ټول اړخونه له جګړې لاس واخلي او د قانوني او دیموکراتیکو لارو د قدرست په مشارکت سره د افغانستان خلکو ته د سوله ییز او ډاډمن ژوند زمینه برابره کړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال، جمهوریت، ښاري، د ښځو او بیان د آزادۍ حقوق او د افغانستان لاس ته راوړنې د سولې په خبرو کې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنې وبللې، چې نه باید د سولې به پروسه کې نالیدلې ونیول شي.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ، چې له امارتي او یا بل هر ډول نظام سره چې د استبداد او انحصارۍ اواز ترې پورته کېږي او په هغې کې د جمهوریت او بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي نه یوازې سوله نه راولي، بلکې په یوه بل نوم په افغانستان کې د جګړې دوام دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 124211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com