د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هند او پاکستان ته تللې ده

30 جدی 1398 ساعت 8:45

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مېرمن الېس ویلز د افغان سولې په تړاو لومړی هند او وروسته پاکستان ته رسېدلې ده.


د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مېرمن الېس ویلز د افغان سولې په تړاو لومړی هند او وروسته پاکستان ته رسېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، مېرمن ویلز له هندي چارواکو سره د امریکا- طالبانو د سولې د هوکړې په اړه بحثونه او د قناعت وړ خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړې له هندي چارواکو سره تر خبرو وروسته په څلور ورځني سفر پاکستان ته رسېدلې او د دغه هېواد له چارواکو سره به هم ټول تمرکز په سیمه ییزو مسایلو د بحث تر څنګ افغان سولې ته ځانګړی وي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ویلز د ورتګ پخلی کړی وايي، داسې ښکاري، چې د هغې سفر به اوږد او له ګڼو پاکستاني چارواکو سره به وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، مېرمن ویلز به د بهرنیو، کورنیو، مالیې وزارتونو له چارواکو او دغه راز پوځي ادارو له مشرانو سره لیدنې ولري.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې له پاکستاني چارواکو سره به د ویلز د خبرو ډېر تمرکز د افغانس سولې او طالبانو په اړه متمرکز وي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تازه له واشنګټن څخه اسلام اباد ته ګرځېدلی او بیا یې ځان قطر ته رسولی دی.

نوموړي په واشنګټن کې امریکايي مشرانو ته قناعت ورکړی دی چې په طالبانو یې د تاوتریخوالي راکمول منلي دي او دا به د سولې په برخه کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124223

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124223/

جمهور
  https://www.jomhornews.com