د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون چارواکي وایي، د نن ورځې تر پای پورې به د ټاکنو په تړاو د استینافي شکایتونو د ثبت لړۍ پای ته ورسېږي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاندې زرمینه کاکړ نن دوشنې د مرغومي ۳۰ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې تر دا مهاله په مزکزي کمېسیون کې تر شپږ زره زیات اسیتنافي شکایتونو ثت شوي دي.
نوموړې زیاته کړه، چې د دغه ډول د شکایتونو د ثبت لړۍ به د نن ورځې تر پای پورې دوام ولري او سبا به په دې اړه کره معلومات له رسنیو سره شریک کړای شي.
هغې ټینګار وکړ، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هڅه کوي، په ټاکل شویو ۱۵ ورځو کې ټول ثبت شوي استینافي شکایتونه وڅېړي او د وروستیو پایلو اعلان ته زمینه برابره کړي.
نوموړې د یو شمېر محلونو د بیا رای شمېرنې په اړه زیاته کړه، چې د هغه ټولو محلونو چې بیا شمېرنې ته اړتیا لري لېستونه د ټاکنو کمېسیون ته لېږل شوي دي او تمه ده، چې کمېسیون ژر تر ژره خپل کار پیل او پای ته ورسوي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وايي، چې تر اوسه پورې دوی ته د هغه محلونو چې بیا رای شمېرنې ته اړتیا لري مکمل لېستونه او پلان نه دی ورسېدلی.
د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالغزیز ابراهیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې کمېسیون ته یوازې د ۱۹ ولایتونو د ځینو محلونو د بیا رای شمېرنې لېستونه ور رسېدلي دی.
دی وایي، هر کله چې دغه لېست بشپړ شي نو کمېسیون به د بیا رای شمېرنې پروسه پیل کړي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض