یوناما:

د سولې مذاکراتو کې باید د خبریالانو او رسنیو ازادي وساتل شي

1 دلو 1398 ساعت 8:14

یوناما په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې امنیتي ګواښونو باندې اندېښنه څرګنده کړې وايي، د رسنیو آزادي باید د سولې په خبرو کې د یوه اصل په توګ مطرح او وساتل شي.


یوناما په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې امنیتي ګواښونو باندې اندېښنه څرګنده کړې وايي، د رسنیو آزادي باید د سولې په خبرو کې د یوه اصل په توګ مطرح او وساتل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو پرون دوشنبې د مرغومي ۳۰ مه کابل کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، د رسنیو او د بیان د ازادي دا ایجابوي، چې د سولې د توافقنامې له لاسلیک وړاندې هر اړخیز بحث پرې وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره خطرناک هیواد دی خو لا هم د خبریالانو خوندیتوب ته په کې لازمه پاملرنه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، تېر کال په افغانستان کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی دیارلس سلنه کم شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124243

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124243/

جمهور
  https://www.jomhornews.com