ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سویس پلازمېنې داووس ته روان شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سویس ته د ولسمشر او ورسره پلاوی د سفر موخه په نړیواله اقتصادي مجمع کې ګډون دی.
د ارګ خبرپاڼه وايي ولسمشر به په دغه غونډه کې له ګډون او وینا سربېره د یادې ټولنې له رییس او یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره کتنې ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل