خطرناک غله او قاتلین ضمیر هودخېل او محمود ګرګ ونیول شول

1 دلو 1398 ساعت 9:40

کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د جنایت کارو یو مهم ډلمشر له خپل یوه ملګري سره یو ځای د پولیسو سره تر وسله والې نښتې وروسته نیول شوی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د جنایت کارو یو مهم ډلمشر له خپل یوه ملګري سره یو ځای د پولیسو سره تر وسله والې نښتې وروسته نیول شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن سه شنبې د سلواغې اوله خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، د جنایت کارو دغه مشر ضمیر نومېږي، چې په هودخېل مشهور دی او ملګر یې محمود نومېږي، چې په ګرګ یا لېوه مشهور دی.

د سرچینې په وینا ضمیر هودخېل د سازمان یافت خطرناکو جنایت کارانو څخه و، چې فرابري او ډېر جنايي فعالیتونه یې د کابل ښار د بېلا بېلو حوزو په اړونده سیمو کې د خپلو ملګرو په واسطه مخ ته وړل.

کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه خطرناک مجرم او ډلې د نیولو لپاره تېره شبه پولیسو د کابل ښار د بګرامیو ولسوالۍ او کابل ښار په دولسمه حوزه کې یو لړ عملیات پیل کړل.

خبرپاڼه وايي، د عملیاتو پر مهال دغه جنایت کارانو له پولیسو سره وسله واله نښته کړې، چې په کې ضمیر هودخېل لومړی ټپي او وروسته له یوه بل همکار محمود ګرګ سره یو ځای نیول شوی دی.
 
کورنیو چارو وزار وايي، هودخېل چې د یوې جرمي سازمان یافته خطرناکې ډلې مشري کوله، په غلاو، قتل، لاروهنې او چپاولګرۍ کې یې فعال لاس درلود.

 په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دغه ډلې درې میله کلاشنکوفونه، تومانچې، یو عراده موټر او یوه اندازه نظامي تجهیزات هم تر لاسه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 124256

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124256/

جمهور
  https://www.jomhornews.com