دا ځل سناتور هاشم الکوزي وکیل عبدالستار حسیني پر فساد تورن کړ

1 دلو 1398 ساعت 11:30

د ملي شورا د دوه خونو (ولسي او مشرانو جرګو) د دوه امنیتي کمېسیونو ترمنځ تقابل کې دا ځل سناتور محمد هاشم الکوزي د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون غړی او د فراه استازی عبدالستار حسیني په فساد تورن کړ.


د ملي شورا د دوه خونو (ولسي او مشرانو جرګو) د دوه امنیتي کمېسیونو ترمنځ تقابل کې دا ځل سناتور محمد هاشم الکوزي د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون غړی او د فراه استازی عبدالستار حسیني په فساد تورن کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې د دفاعي او داخلي امنیت کمېسیون رییس محمد هاشم الکوزی د هرات – کندهار د لویې لارې موټر چلوونکو د اعتصاب څېرلو لپاره د یوه پلاوی په مشرۍ هرات ولایت ته تللی وو.

د دغه لویې لارې موټرچلوونکو په دې خاطر په اعتصاب لاس پورې کړی و، چې ویل یې د یادې لارې پر سر امنیتي پوستې له دوی بې ځایه او غیر قانوني پیسې اخلی.

هاشم الکوزی وایي، دی او ورسره پلاوی د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین سره یو ځای د دغه ستونزې د حل په موخه ولاړ او هغه پوستې یې ټولې کړې، چې د موټر چلوونکو څخه یې پیسې اخیستې.

الکوزي زیاته یې کړه، چې له دغه پوستو چې د موټر چلوونکو څخه یې پیسې اخیستې یوه هم په ولسي جرګه کې د فراه ولایت د استازي عبدالستار حسیني وه، چې په زور به یې له موټر چلوونکو څخه زیاتې پیسې اخیستې.

خو هرات ته د سنا پلاوي له تګ سره سم د ولسي جرګې غړي عبدالستار حسیني ادعا کړې وه، هر کله چې ښاغلی الکوزی د سنا د پلاوی په مشرۍ فراه او هرات ته تللی د دغه دوه ولایتونو له ګمرکونو څخه یې له درې تر څلور لکه پورې ډالر تر لاسه کړي او سوداګر او د یادو ادارو مسوولین یې په دې وېرولي، که پیسې ورنه کړي نو له درنو جرمونو سره د مبارزې ادارې له خوا به د فساد په تور ونیول شي.

خو الکوزي و ویل، دا چې د سنا پلاوی او د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین د هغه پوستې، چې د عبدالستار حسیني ورور به په کې له موټر چلوونکو پیسې اخیستې ټولې کړې نو هغه پر ده دا تور پورې کړی، چې ګڼې له ګمرکونو پیسې اخلي.

الکوزی وایي، وکیل عبدالستار حیسني دغه ادعا د دې لپاره کړې، تر چې د ورور د اخاذی پوستې یې ټولې نه شي.

بل پلو بیا حسنیي د دوه غږیزه  کلېپونو په خپرولو سره ادعا وکړه، چې د هاشم الکوزي د فساد څخه مکمل اسناد په واک کې لري، خو الکوزي و ویل، چې دا غږیز کېپونه د یوې بلې معاملې په اړه له بل کس سره دي.

هغه و ویل دا د یوې دولتي ادارې سره د یوه پلاوي د لیدنې زمینې برابرولو غږونه دي، چې د فساد هېڅ ډول نه شي ثابتولی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ښاغلي حسیني دې خپله ادعا ثابته کړي او دی حاضر دی په دې اړه لویې څارنوالۍ ته حاضر او خپل ځواک و وايي، خو په وینا یې که ثابته نه شوه، نو هغه کس چې ادعا یې کړې باید تر قانوني څېړنې لاندې ونیول شي.

د مشرانو جرګې د دفاعي او داخلي امنیت کمېسیون مشر هاشم الکوزي دا هم و ویل، چې د عبدالستار حسیني ورور څه موده مخکې په فراه ولایت کې هم په یوه کور برید کړی و، د هغوی کور یې لوټلی او د دغه کورنۍ ځینې غړي یې وژلي وو.

د هغه په وینا عبدالستار حسنیي یو زورواکی دی او په فراه ولایت کې په زورواکي مشهور او متهم دی او نوموړی وړاندې له دې چې په پارلماني ټاکنو کې نوماند شي، د فراه د ملي امنیت په زندان کې وو.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې عبدالستار حسیني د میل ۷۸ په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق بانډونه جوړ کړي، چې تریاک او هیروئین د ایران په لور قاچاقوي.

هاشم الکوزي زیاته کړه، چې حسیني پر دې سربېره د فراه په اداري تعیناتو او کورنیو چارو وزارت په مقرریو کې هم مداخله کوي او په دې برخه کې کره اسناد پرې لري.

نوموړي و ویل«د دې په برخه کې، چې د عبدالستار کسان له موټر چلوونکو پیسې اخلي ان داسې اسناد هم لري، کوم موټر چلوونکی چې پیسې ورسره نه وې، د ده د کسانو له خوا پرې جنسي تېری هم شوی دی، د هرات – کندهار د لارې یوه موټر چلوونکي په قران کریم لاس راته کېښود او ویې ویل، چې د عبدالستار حسني کسانو پر دغه لار پرې جنسي تېری کړی دی.»

د یادونې ده، چې د هرات – کندهار د لویې لارې موټر چلوونکو نېږدې دوه اونۍ له دې امله په اعتصاب لاس پورې کړی و، چې د یادې لارې ځینې امنیتی پوستې له دوی په زور غیر قانوني پیسې اخلي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 


د مطلب کود: 124265

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124265/

جمهور
  https://www.jomhornews.com