پکتیکا کې د زیاتې واورې ورېدو له امله شپږ تنه مړه شوي دي

2 دلو 1398 ساعت 7:51

سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د زیاتې واورې ورېدو له امله د دریو کورنیو شپږ تنه غړي وژل شوي، چې ماشومان او ښځې هم په کې دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیکا ولایت کې د زیاتې واورې ورېدو له امله د دریو کورنیو شپږ تنه غړي وژل شوي، چې ماشومان او ښځې هم په کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیکا ولایت مقام د دفتر رییس اجمیر ځلاند وايي، په پېښه کې یو ماشوم، دوه ښځې او درې نارینه وو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دی وايي، سیمې ته بېړنۍ مرسته رسول شوې او د لا نورو مالوماتو لپاره د بیړنیو حالاتو کمېسیون یو پلاوی ټاکلی، چې په سیمه کې وروستي زیانونه وڅیړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو درې ورځې وړاندې په لوګر ولایت کې هم د سړې هوا له امله پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی وو.

او له دې وړاندې بیا کندهار او هلمند کې د سختو سېلابونو له امله کابو ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
 


د مطلب کود: 124281

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124281/

جمهور
  https://www.jomhornews.com