وسله والو دایکنډي کې یو روغتیايي مرکز سوځولی دی

2 دلو 1398 ساعت 8:08

سیمه ییز روغتیايي چارواکي وایي، وسله والو کسانو د دایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز سوځولی دی.


سیمه ییز روغتیايي چارواکي وایي، وسله والو کسانو د دایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز سوځولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه روغتیايي مرکز چې د سلمنجي سیمه کې وړمه شپه (د مرغومي ۳۰ مه) د وسله طالبانو له خوا سوځول شوی دی.

د دایکنډي د روغتیا رئیس اسحاق علي درمان تېره شپه د وسله والو طالبانو اړوند کسانو پر دغه روغتیايي مرکز برید کړی دی او هغه یې سوځولی دی.

نومړی وایي، دغه روغتیايي مرکز له ۱۵۰۰ څخه تر ۳زره تنو پوري، د واکسین، قابله ګۍ د ماشومانو روغتیا او نورو برخو کې فعالیت کاوه.

د هغه په وینا روغتون د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې کې وه او د روغتیايي مرکزونو د امنیت په اړه له طالبانو سره توافق هم شوی و.

د دایکندي د ولایتي شورا غړي غیرت علي جواهري هم ویلي د طالبانو اړوند کسانو لومړی د دغه روغتون درمل سوځولي او وروسته یې په ماین چاودنه ورکړې ده.

د نوموړي په خبره طالبانو د کجران ولسوالۍ په په مناره، سید اباد او سلمنجي سیمو کې فعالیت کوي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
 
 
 
 


د مطلب کود: 124285

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124285/

جمهور
  https://www.jomhornews.com