سیمه ییز چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې وسله والو طالبانو یو مېرمن او یو وسله وال طالب د جنسي اړیکو په تور وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه درې ورځې وړاندې د فاریاب ولایت د ګرزیوال ولسوالۍ په غولبیان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د فاریاب ولایتي ادارې په یوه خبرپانه کې ویلي د دغه مېرمنې ورور په طالبانو کې و او کله چې نیول شوې نو طالبانو ورسره سم هغه کس هم راغوښتی، چې د جنسي اړیکې تور پرې پورې کړی و او دواړه یې وژلي دي.
په ورته وخت کې د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې وژل شوی کس هم طالب و او ملا اسحاق نومېږي، چې شل کاله عمر لري.
نوموړي زیاته کړې، چې ملا اسحاق تر وژل کېدو وروسته د طالبانو له خوا ټوټه کړای شوی او راځوړند شوی دی.
خو د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ویلي، د دغه مېرمنې پلار د لور تر وژل کېدو وروسته د هغې د بدن ټوټه ټوټه کړی او بیا یې راځوړند کړی دی.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې چې وژل شوې مېرمن ۲۵ کلنه ده او دوه ماشومان یې هم درلودل.
د فاریاب چارواکي وایي، دغه پېښه په دقیق ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل