سرچینې:

د سولې خبرې د ټولو ځواکونو ایستلو او پنځه زره طالب زندانیانو خوشي کولو کشاله کړې

2 دلو 1398 ساعت 9:55

د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وایي، له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل او د پنځه زره طالب زندانیانو خوشي کول هغه موضوعات دي، چې د امریکا او طالبانو تر منخ د سولې خبرې یې کشاله کړې دي.


د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وایي، له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل او د پنځه زره طالب زندانیانو خوشي کول هغه موضوعات دي، چې د امریکا او طالبانو تر منخ د سولې خبرې یې کشاله کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له تېرو څو ورځو راهیسې په قطر کې امریکایي او طالب استازي بیا سره جرګه شوي، څو د دغه ستونزې غوټه خلاصه کړي خو لا هم نه دي بریالي شوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د سه شبنې په ماښام (د سلواغې اوله) و ویل، چې د دواړو لورو د استازو تر منځ لا هم خبرې روانې دي او جزیات به یې وروسته در سره شریک کړو.

خو سوال دا دی، چې د دغه خبرو جزیات څه دي، چې لا هم دواړه لوري پرې توافق ته نه دي رسېدلي او نه هم رسنیو ته راوتلي دي.

پخوانی طالب چارواکي مولوي قلم الدین نن چهارشنبې د سلواغې دوهمه جمهور خبري آژانس ته وویل، جزیات دا دي، چې دواړه لوري د سولې تړون پر ځای وخت او دا چې څوک په کې ګډون ولري، خبرې اترې کوي.

نوموړې د دغه خبرو د اوږدېدو په اړه وویل، چې د وخت او ځای ټاکل دومره اسانه نه دي، ځکه دا به په کې معلومېږي، چې کله، چېرته، د چا پر وړاندې، د کوم هېوادونو تر څار او ضمانت لاندې باید وټاکل شي، نو ځکه یې ډېر وخت ونیوه.

خو په وینا یې د دې تر څنګ له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو ایستل او د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو موضوعات نور هغه عوامل دي، چې د سولې خبرې یې کشاله کړې دي.
 
دی وایي، امریکایي لوری په دا ځلي خبرو کې ډېر ټینګار پر لري، چې باید یو شمېر امریکایي سرتېري په افغانستان کې د امریکا سفارت ساتنې تر نامه لاندې پاتې شي، خو طالبانو دغه خبر ورسره نه ده منلې او بحث پرې روان دی.

خو بل پخواني طالب چارواکي سید اکبرآغا بیا پرون جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د دواړو لورو تر منځ ټولې خبرې پای ته رسېدلې او هېڅ ډول اختلاف نه لري.

بل خوا ویل کېږي، چې امریکا او طالبانو د تاوتریخوالي په کمولو هوکړې ته رسېدلي او اوس یوازې د تړون د لاسلیک ځای او وخت سره معلوموي.

خو افغان حکومت، ملي شورا او یو شمېر سیاسیون بیا وایي، د تاوتریخوالي کمول کومه مانا نه لري، بلکې افغانستان کې د تل پاتې سولې او جګړې پای ته رسېدو لپاره عمومي اوربند او بین الاافغاني خبرو پيل ته اړتیا ده.
 
 جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 124295

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124295/

جمهور
  https://www.jomhornews.com