پاکستان یو ځل بیا د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

2 دلو 1398 ساعت 12:38

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، آلیس ویلز په اسلام اباد کې له محمود قریشي سره کتلي دي.


 د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، آلیس ویلز په اسلام اباد کې له محمود قریشي سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې لیدنه کې د نورو ګډو مسایلو تر څنګ پر افغان سوله هم خبرې شوې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

نوموړي ویلي دوی هڅه کوي دلته روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي او د سولې لپاره یوه باوري هوکړه رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې مېرمن ویلز هم ویلي، پاکستان باید د ترهګرۍ ضد مبارزه پیاوړې کړي او له افغان سولې سره دې رښتینې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له اسلام اباد څخه غوښتنه کړې ده چې په خپله خاوره کې له فعالو ترهګرو سره دې مبارزه لا پیاوړې او جدي کړي.

ویلز پاکستان ته د سفر پر مهال د یاد هېواد له لوري له ترهګرۍ سره پیل کړې مبارزه ستایلې ده خو غوښتنه یې کړې ده چې د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه والي لپاره باید دا هېواد د ترهګرۍ ضد مبارزه لا پیاوړې کړي.

دا غوښتنه ورورسته تر هغه مطرح کېږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته د سفر پر مهال ویلي وو چې دوی د امریکا غوښتنې پوره کړې دي او اوس د دې وخت دی چې امریکا هم له پاکستان سره خپلې اړیکې ورغوي او د غیر قانوني پیسو د لېږد د نړیوالې ادارې له خړ نوملړ څخه د پاکستان په ایستلو کې مرسته وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124299

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124299/

جمهور
  https://www.jomhornews.com