ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې طرحه تصویب کړه

2 دلو 1398 ساعت 12:50

د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له مخالفت او نیوکو سره سره د دغه جرګې له خوا د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.


د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له مخالفت او نیوکو سره سره د دغه جرګې له خوا د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسي جرګې د نن چهارشنبې سلواغې ۲ مې په عمومي غونډه کې په داسې حال کې د بودجه طرحه تصویب کړه، چې نور وکیلان په ژمنۍ رخصتۍ ځي.

د جرګې رییس د غوندې په پیل کې و ویل، چې نن د جرګې وروستۍ ورځ ده او په دې کې دوه لارې مخکې لري یا دا چې د دغه طرحې په اړه رای ګیري وشي او یا دې هم مالي او بودجې کمېسیون ته وخت ورکړل شي، چې له غرمې وروسته پر دغه طرحه ګډه غونډه جوړه کړي او وروسته پرې تصمیم ونیول شي.

خو وروسته د زیات شمېر وکیلانو په غوښتنه د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجه طرحه رای اچونې ته وړاندې شوه، چې د جرګې د ۱۷۱ حاضرو وکیلانو څخه ۱۰۱ غړو د تایید، ۴۵ تنو رد او ۲۵ تنو هم سپینې رایې وکارولې او په دې سره بودجه تصویب شوه.

د یادونې ده، چې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه ۴۲۸ میلیارد افغانۍ ټاکل شوې، چې ۲۸۹ میلیارده یې د دولت عادي مصارف او ۱۳۹ میلیارده یې انکشافي لګښتونه جوړوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 124302

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124302/

جمهور
  https://www.jomhornews.com