۰

نړیوال بانک: افغانستان تېر کال کابو ۳ سلنه اقتصادي وده کړې

چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
نړیوال بانګ په خپل تازه راپور کې وايي، افغانستان تېر میلادي (۲۰۱۹ ) کال کې ۲.۹ سلنه اقتصادي وده کړې ده، چې د کرنې وده په کې د پام وړ وه.
نړیوال بانک: افغانستان تېر کال کابو ۳ سلنه اقتصادي وده کړې
نړیوال بانګ په خپل تازه راپور کې وايي، افغانستان تېر میلادي (۲۰۱۹ ) کال کې ۲.۹ سلنه اقتصادي وده کړې ده، چې د کرنې وده په کې د پام وړ وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم افغانستان په دغه کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو، له افغان پوځي او ملکي ادارو سره د نړیوالو مرستو او له طالبانو سره د جوړجاړي ګونک او ناڅرګند برخلیک دغه هېواد له ابهامونو ډک حالت سره مخ کړی و، خو بیا یې هم اقتصادي وده کړې ده.

په دې راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې لا هم معلومې نه دي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې ننګول شوې دي، دغه راز، ناامني دوام لري او د حکومت او مخالفو وسله والو ترمنځ جګړه کې د ملکیانو مرګ ژوبله مخ په زیاتېدو ده.

په راپور کې د سولې په اړه راغلي، که څه هم د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شوې، خوا لا هم د سیاسي جوړجاړي تصویر نامالوم ښکاري او د نړیوال امنيتي ملاتړ دوام هم له پوښتنو سره مخامخ دی.

دغه راز سرچینه وایي، د حکومت ۷۵ سلنه بودیجه لا هم له نړیوالو مرستو پوره کېږي، د مرستو اوسنۍ ژمنې د ۲۰۲۰ کال تر پایه دي او یو شمېر سترو مرستندویانو داسې نښې هم ښودلي چې ګواکې خپلې مرستې به کمې کړي.

راپور کې ویل شوي په ۲۰۱۹ کال کې څلور لکه کسان هم جګړو بې ځایه کړې او شاوخوا پنځه لکه له نورو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

همدارنګه په راپور کې راغلي، چې له افغانستانه د صادراتو لړۍ سوکه شوې د وړم ۲۰۱۸ کال د ۹ میاشتو پرتله د تېر ۲۰۱۹ کال په تېرو نهو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان ۲۸ سلنه او ایران ته ۴۳ سلنه صادرات کم شوي.

خو په ورته وخت کې د افغانۍ ارزښت د پاکستاني روپۍ په مقابل کې ۱۱٫۵ سلنه ښه شوی او د ایراني تومان په مقابل کې ۱۲ سلنه لوړ شوی دی.

د ډالرو په مقابل کې د افغانیو ارزښت تېر کال ۳،۱ سلنه لوېدلی، خو د هندي روپیو په بدل کې افغانۍ خپل ارزښت تر ډېره ساتلی او یوازې دوه سلنه ښکته پورته شوی.

له دې سره نړیوال بانک وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې له ټاکنو سره سره په مالي برخه کې د افغانستان فعالیت ښه شوی او د څه باندې دوه میلیارده افغانیو داخلي عوایدو په راټولولو یې د کال لپاره ټاکل شوی هدف د کال په نيمايي کې پوره کړی.

نړیوال بانک په ۲۰۲۰ کال کې د ودې د ۳٫۳ سلنې ښه کېدا وړاندوينه کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي