ولسمشر غني او ولسمشر ټرمپ سویس کې سره ولیدلي

3 دلو 1398 ساعت 7:46

ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر ډوانالډ ټرمپ د نړیوالې اقتصادي مجمع په څنډه کې یو له بل سره ولیدل او پر یو لړ موضوعاتو غږېدلي دي.


ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا ولسمشر ډوانالډ ټرمپ د نړیوالې اقتصادي مجمع په څنډه کې یو له بل سره ولیدل او پر یو لړ موضوعاتو غږېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وایي ولسمشر غني د سویس دواوس ښار کې د نړیوالې اقتصادي مجمع غوندې په څنډه کې د افغانستان، سیمې په امنیتي وضعیت، فرصتونو او شته ګواښونو نظرونه سره تبادله کړي دي.

دغه راز دواړو لورو بګرام کې د وروستۍ لیدنې په اړه هم خبرې او ټینګار پرهغو ټکو باندې هم یو وار بیا ټینګار شوی دی چې ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي ډګر ته د سفر په ترڅ کې له ولسمشر غني سره پرې هوکړه کړې وه.

ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې له ترهګرۍ په ځانګړي ډول له داعش سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو د مبارزې ستاینه هم کړې ده.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني او ټرمپ دوه میاشتې وړاندې بګرام هوایي اډه کې سره ولیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په هغه لیدنه کې دواړو مشرانو یو ځل بیا ټینګار کړی او ویلي یې دي که طالبان سولې ته ریښتینې وي، نو باید اوربند ومني.

دغه راز دواړو لورو په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د افغانستان له پولو د باندې د ترهګرو د ځالو له منځه وړل هم اړین وبلل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124321

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124321/

جمهور
  https://www.jomhornews.com