ولسمشرغني:

طالب جنګیالي له جګړې ستړي خو مشران یې عیش کوي

3 دلو 1398 ساعت 8:12

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالب جنګیالي نور له جګړې ستړي شوي، خو مشران یې عیش و نوش کوي او په پانګولو بدل شوي دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالب جنګیالي نور له جګړې ستړي شوي، خو مشران یې عیش و نوش کوي او په پانګولو بدل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې د داووس اقتصادي غونډې په څنډه کې په یوه بحث کې چې افغانستان په سیمه ییز او نړیوال راویت کې نومېده کړې دي.

ولسمشر و ویل، چې طالب جنیګالي له جګړې ستړي شوي دي، خو مشران یې چې په دوحه کې په مذاکراتو بوخت دي، څأور یا پنځه ښځې یې کړې، له ژونده خوند اخلي او په پانګوالو بدل شوي دي.

دغه راز ولسمشر طالب مشران په غیر مستقیمه توګه د نشه يي توکو په قاچاق کې هم ښکېل وګڼل او ویې ویل، چې هیروئین او امفتامین د نړۍ ستر قاچاقي توکي دي.

هغه د افغانستان د کشالې حل لارې او تاوتریخوالي پاي لپاره پر سیاسي حل لارې ټینګار وکړ، ویې ویل، چې د طالبانو قوت منفي او په تاوتریخوالي ولاړ دی چې ټولنې دا مساله درک کړې او دغه وضعیت باید نور پای ته ورسېږي.

نوموړي د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د سیمې او نړۍ همکاري اړینه وبلله او له نوم ښودلو پرته یې و ویل، چې زیات شمېر دولتونه د افغانستان په قضیه کې د بې ثباته کووونکو عناصرو سره همکاري کوي.

ولسمشر و ویل، چې د افغانستان امنیت ساتل خپله د افغانانو مسوولیت دی، چې له تېرو دوه لسیزو په استثنی افغانستان تل خپل امنیت په خپله ساتلی دی.

دغه راز ښاغلي غني د ښځو حقونو باندې هم ټینګار وکړ، ویې ویل تر چې دی ژوندی او مسول وي هېڅ یوه افغانه ښه به څنډې ته نه شي او د جنسیتي توپیر سره به مخ نه شي.

ولسمشر په ټینګار سره و ویل، چې د افغانستان د راتلونکې لپاره پروگرام لري او ادعا یې وکړه چې نه حامد کرزي داسې کوم پروگرام درلود او نه یې هم اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله لري.

هغه د حامد کرزي او عبدالله نیوکو ته د سوال په ځواب کې و ویل، هغوی انګورو ته نه رسېږي وایي، چې تور انګور ترخه دي.

ښاغلي غني د افغانستان د اوبو او لمر پر انرژۍ، گاز او نورو طبیعي زیرمو باندې په ټینگار سره وویل هیواد یې فقیر او ناداره ندی، خو په وینا یې باید ددې هیواد پانگه د خلکو د هوساینې لپاره مصرف او سم مدیریت شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124324

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124324/

جمهور
  https://www.jomhornews.com