کابل پولیسو یو غل و ویشت او نور ترې تښتېدلي دي

3 دلو 1398 ساعت 8:43

کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنه کابل کې د غلو یوې ډلې پولیسو سره نښته کړې، چې په ترڅ کې یې یو غل وژل شوی او نور یې په تېښته بریالي شوي دي.


کورنیو چارو وزارت وایي، پلازمېنه کابل کې د غلو یوې ډلې پولیسو سره نښته کړې، چې په ترڅ کې یې یو غل وژل شوی او نور یې په تېښته بریالي شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دغه پېښه تېره شپه (د سلواغې ۲مه) د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه وايي، پولیسو په یاده سیمه کې د غلو یوې ډلې ته له پېژندلو وروسته د درېدو غږی کړی، خو غلو پر پولیسو ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې نښته رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه نښته کې یو غل وژل شوی او نور غله په تېښته بریالي شوي دي.

دغه راز وزارت وايي، د غلو په ډزو دوه پولیس هم ټپیان شوي دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي، له وژل شوي غله نه یو میل تومانچه هم تر لاسه شوې او د ډلې د نورو ملګرو د نیولو لپاره یې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124330

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124330/

جمهور
  https://www.jomhornews.com