ملي امنیت لوګړ کې د طالبانو د ماین جوړولو مرکز له منځه وړی

3 دلو 1398 ساعت 8:48

د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.


د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند بابوس سیمه کې ځانګړي عملیات وکړل، چې پر مهال یې د طالبانو د ماین جوړولو دغه مرکز کشف او له منځه یووړ.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د قوماندان کریم په مشرۍ د طالبانو ډلې د افغان ځواکونو او ټولګټو پروژو د په نښه کولو لپاره ګڼ شمېر پرسونل صد او د لین سوز په یوه مرکز کې ځای پر ځای کړي و، چې د ملي امنیت له خوا له منځه یووړل شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124333

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124333/

جمهور
  https://www.jomhornews.com