فاریاب کې چاودنې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

3 دلو 1398 ساعت 8:53

په شمال کې د پوځ چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې په یوه درملتون کې چاودنه شوې، چې له امله یې شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په شمال کې د پوځ چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې په یوه درملتون کې چاودنه شوې، چې له امله یې شپږ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د سلواغې ۳ مه د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د فوزي بای قلعه په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو په یاده سیمه کې په یوه درملتون کې ماین اېښی و، چې د چاودنې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 


د مطلب کود: 124335

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124335/

جمهور
  https://www.jomhornews.com