هرات کې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي

3 دلو 1398 ساعت 9:04

سیمه ییز ترافیک چاروکي وايي هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه مسافر مړه شوي دی.


سیمه ییز ترافیک چاروکي وايي هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه مسافر مړه شوي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د سلواغې دوهمه) د هرات د مرکز او اسلام کلا تر منځ لویه لار باندې رامنځ ته شوې.

د هرات د ترافیکو مدیر غلام سخي حسیني وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یو ټکسي موټر د سړک د غاړې ولاړ ټېلر موټر سره ټکر کړی دی.

د هغه په وینا په دغه پېښه کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه مسافرو چې ويل کېږي له ایران څخه هرات ته راتلل ژوند بایللی دی.

نوموړي زیاته کړې دا چې د ټېلر موټر چلوونکي خپله موټر په غیر قانوني ډول د سړک غاړې ته درولی و نو ځکه یې د تېښتې لار خپله کړې ده.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 124336

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124336/

جمهور
  https://www.jomhornews.com