۰

چین د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۳
چین د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه
د چین حکومت لیوژیان د افغانستان لپاره د خپل نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه ویل شوي ښاغلي لیوژیان له دغه هیواد سره ځانګړې بلدتیا لري.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړي د افغان سولې پروسې پرمخ بیولو کې یې فعال رول لوبولی دی چې له امله یې افغان حکومت او نړۍ سره د سولې په رابطه د چین همغږي زیاته شوې ده.

د یادونې ده، لیوژيان چې په افغانستان، مالیزیا، پاکستان او نورو هیوادونو کې د چین سفیر هم پاتې شوی دی، ډېر ژر به په کار پيل وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي